- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د اکتوبر له ۷مې تر ۱۲مې پورې به د دوشنبې په یو شمېر جوماتونو کې د جماعت لمونځ بندېږي. د ښار د کورنیو چارو ریاست ویلي چې دا پرېکړه د ښار د «مهمو پېښو» له امله شوې ده، چې موخه یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین رسمي سفر و.
په دغو جوماتونو لکه؛ مافلونو یعقوب چرخي، ساري اوسېو، ابو حنیفه، خوجي عصمتالله او امام بخاري کې به د اکتوبر له ۸مې تر ۱۲مې پورې د جماعت لمونځ بند وي.
راپور زیاتوي چې د روسیې د دفاع وزیر «اندري بِلوسوف» د اکتوبر په ۷مه دوشنبې ته رسېدلی، ترڅو د تاجکستان له هغو پوځي تاسیساتو لیدنه وکړي، چې د روسیې د دفاع وزارت تر څار لاندې دي. د دوشنبه په نړیوال هوايي ډګر کې د تاجکستان د دفاع وزیر «امامعلي صابرزاده» او د پوځ لوی درستیز «بوبوجون سعیدزاده» هغه ته هرکلی ویلی دی.
تبصره:
د یادونې وړ ده، چې د رسمي شمېرو له مخې د روسیې ۲۰۱ پوځي اډه، چې په تاجکستان کې موقعیت لري، په بهر کې د روسیې تر ټولو لويه اډه ګڼل کېږي. دغه اډه په دوشنبه او بوختار ښارونو کې موقعیت لري او له پلي ځواکونو، ټانکونو، توپخانې، استخباراتي واحدونو، هوايي دفاع او همدارنګه له کېمیاوي، بيولوژيکي، وړانګو (راډيو اکټيف) او مخابراتي برخو څخه جوړه شوې ده؛ چې ټول شاوخوا ۱۰ زره روسي سرتېري په تاجکستان کې مېشت دي، په داسې حال کې چې د تاجکستان د پوځ ټول ځواک نږدې ۹ زره تنه اټکل کېږي!
دغو ټولو حقیقتونو ته په پام سره، د پوتین دا سفر تر ډېره د یوه بهرني رهبر د ډیپلوماټیک سفر په څېر نه ښکاري، بلکې په منځنۍ اسیا کې له خپلې مستعمرې څخه د یوه روسي ارباب له لیدنې سره ورتهوالی لري. د تاجکستان واکمن «امامعلي رحمانوف» هېڅ داسې هڅه نه کوي، چې له روسانو سره خپل تړاو او تابعیت پټ کړي او دا د تعجب وړ هم نه ده؛ ځکه د هغه د حکومت امنیت په حقیقت کې مسکو تضمینوي.
د یادونې وړ ده چې د داسې مناسبتونو پر مهال د جماعت لمونځ بندول، د رحمانوف د واکمنۍ په دوره کې یوه عادي خبره ګرځېدلې ده. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۴م په جولای کې هم د چین د ولسمشر «شي جینپینګ» د رسمي سفر له امله په دوشنبه کې د جمعې لمونځ ترسره نه شو.
له دې څخه ښکاري چې رحمانوف هڅه کوي، ترڅو تاجکستان د خپلو بهرنیو ملاتړو په نظر کې له اسلام او دین څخه د لرې هېواد په توګه وښيي، همداسې لکه څنګه چې هغوی غواړي.
لیکوال: محمد منصور
۱۴۴۷هـ.ق د ربیعالثاني ۱۹مه
۲۰۲۵م د اکتوبر ۱۱مه
ژباړن: صهیب منصور